په هرات کې امنیتي ځواکونو اووه ټنه کیمیاوي مواد موندلي چې د هیروئین او کریستال د جوړولو لپاره کار ورڅخه اخیستل کېږي.
د هرات د پولیسو په وینا، د کیمیاوي موادو دا بسته د ایران له خاورې افغانستان ته راتېره شوې او د اسلام کلا په ګمرک کې ونیول شوه.
د هرات په امنیه قوماندانۍ کې له مخدره موادو سره د مبارزې مدیر، حمیدالله نصرتزاده پرون چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا مواد د چین ساخت دي او تقریباً یو نیم میلیون امریکايي ډالر ارزښت لري.
د نصرتزاده په وینا، دا کیمیاوي مواد عموماً د هیروئین او کریستال په تولید کې کارول کېږي.
په هرات کې د مخدره موادو له تولید او قاچاق سره د مبارزې پولیسو ویلي چې قاچاق وړونکو پلان درلود چې د کیمیاوي موادو دا بسته له هرات څخه د فراه ولایت بکواه ولسوالۍ ته ولېږدوي.