یو افغان پناه غوښتونکی چې د جرمني حکومت په غلطۍ ایستلی و، جرمني ته روان شو.
د افغانستان د حکومت یوې سرچینې د نوم د پټ پاتې کېدو په شرط د جرمني خبري اژانس ته وویل چې دا ځوان پناه غوښتونکی پرون چهارشنبه اسلاماباد ته ورسېد او د جرمني له سفارته د ویزې له اخیستلو سره سم به جرمني ته پرواز وکړي.
د دې سرچینې په حواله، هغه به د یکشنبې په ورځ جرمني ته ورسېږي.
د جرمني د خبري اژانس په حواله، دا افغان پناه غوښتونکی د نوبراندنبرګ محکمې رد کړی و او د جولای په څلورمه نېټه له ۶۹ نورو افغانانو سره چې د هغوی هم عریضې رد شوې وې، کابل ته واستول شو.
د جرمني حکومت د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې ۳۰۳ افغانان چې د جرمني حکومتیې د پناه غوښتنې عریضې رد کړې وې، په ۱۴ پروازونو کې افغانستان ته استولي دي.