د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د ۴۳ وژل شویو سرتېري له جملې يې تر اوسه د ۲۷ سرتېرو جسدونه موندلي او ۱۶ تنه لاهم نادرکه دي.
د چنارتو ولسوال فیض محمد نن چهار شنبه ازادي راډيو ته وویل چې په ټوله کې د ملي اردو په دغه کمپ کې ۶۵ سرتېري مېشت وو، خو کله چې وسلهوالو طالبانو ورباندې برید وکړ ۴۳يې نادرک شوي او ۲۲ تنهيې له طالبانو ځانونه خلاص کړي وو.
نوموړی وايي، د پاتې ۱۶ تنو څرک لا تر اوسه معلوم نهدی چې طالبانو وژلي او که ژوندي دي.
ازادي راډيو هڅه وکړه چې په دې اړه په ارزګان ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا له مسؤلینو سره خبرې وکړي، خو له پوره هڅو سره سره بیا هم بریالي نهشوو.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بيا د ۳۰ سرتېرو وژل کېدل تأییدوي، خو دا نهمني چې نور سرتېري دې نادرکه وي.
هغه ازادي راډيو ته وويل چې نور ټول سرتېري روغ دي او بېرته د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په مخه وسلې اخیستې دي.
د نوموړي په وينا، هلته کمانډو سرتېري رسېدلي او اوس د ولسوالۍ وضعيت عادي شوى دى.
په یادې ولسوالۍ کې د ملي اردو یو شمېر سرتېرو له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي وو ۴۴ ملګري یې وژل شوي او یو شمېر لا هم نادرکه دي چې په وژل شویو کې د کنډک قوماندان او نور مشران هم شامل دي.