ملګري ملتونه او جاپان: پر شمالي کوریا بندیزونه دې پر ځای وي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش او د جاپان صدراعظم شینزو ابې نن چهارشنبه موافقه وکړه چې د شمالي کوریا پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه دې پر ځای وي.

انتونیو ګوترش نن د جاپان په پلازمېنه توکیو کې له ښاغلي ابې سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل دا کار د دې لپاره کوي چې پیونګ یانګ د اټمي وسلې د له‌منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

ښاغلي ګوترش زیاته کړه:

"زه د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د تر سره شویو خبرو پوره ملاتړ کوم، هدف مو دا دی چې موږ ټول د اټمي وسلې د له‌منځه وړلو په برخه کې یو داسې نه‌بدلېدونکی او د تأیید وړ تړون شاهد واوسو چې ډاډ راکړي چې شمالي کوریا کولای شي په دې سیمه کې د نړیوالې ټولنې یو عادی غړی وي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د روان کال په جون میاشت کې په سنګاپور کې سره ولیدل او موافقه وشوه چې شمالي کوریا به خپله اټمي وسله له‌منځه وړي.

ښاغلي ګوترش تر دې وړاندې ویلي وو که چېرې ترې وغوښتل شي، نو ملګري ملتونه د اټمي وسلې د له‌منځه وړلو د خبرو اترو او څارنې په برخه کې مرستې ته اماده دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي به سبا پنجشنبه په ناګاسا کې کې په هغو مراسمو کې ګډون وکړي چې د امریکا له لوري د جاپان په دغه جنوب لوېدیځ ښار کې د اټمي بم د استعمال د ۷۳ کال د لمانځلو په مناسبت جوړېږي.