په افغانستان کې امریکایي پوهنتون هغو کسانو ته چې د کانکور په وروستۍ ازموینه کې یې ۳۰۰ یا تر هغه ډېرې نمرې وړې وي، بورسیه ورکوي.
د دغه پوهنتون په یوې اعلامیه کې راغلي، د دغو محصلینو لپاره د لېسانس په ټولو پروګرامونو کې یې له ۹۰ تر ۹۵ فیصد بورسیې په پام کې نیولې دي.
د نوم لیکنې وروستی مهلت د روانې اسد یا زمري میاشتې ۲۴مه نېټه ټاکل شوې ده.