قزاقستان په هغه هېواد کې د تقریباً ۹۰ بهرنیو ټلوېزیوني شبکو مجوز بېرته واخیست.
د قزاقستان د اطلاعاتو او مخابراتو وزارت چارواکو نن ویلي چې دغه چینلونه د ثبت او راجسټر د نویو قوانینو د نهپلي کېدو له کبله تړل شوي دي.
ویل کېږي په دغو ټلوېزیوني شبکو کې «ان. ټي. وي» «پلس. رشیا»، «رشیا ټودې» «سپاس» «میوزیک باکس» «فېشن تي وي» او داسې نور شامل دي.
د دغه وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي چې د نوي قانون شپږ میاشتې تېري شوي، خو دغو شبکو خپل دفترونه په قزاقستان کې د قانوني ادارو په ډول نهوو راجسټر کړي.
اعلامیه زیاتوي، د ۲۱۹ نورو بهرنيو چینلونو چې په قزاقستان کې خپرونې لري او نوی قانونیې عملي کړی، نشرات کولای شي.