د استونیا پوځي هلیکوپټرې په یوه توغندي پسې ګرځي

د استونیا پوځي هلیکوپټرې په هغه توغندي پسې ګرځي چې تېره ورځ په ناڅاپي ډول د دغه هېواد په جنوب کې وتوغول شو.

دغه توغندی د ناټو د روزنیزو هوایي تمریناتو پر مهال د یوې اسپانوۍ جېټ الوتکې له‎خوا چې په‎دغو تمریناتو کې یې برخه اخیستې وه، توغول شوی دی.

دغه له هوا څخه هوا ویشتونکی توغندی ۱۰۰ کېلو متره واټن وهلی شي، خو چارواکي وایي کېدای شي دا توغندی له چاودنې پرته کوم ځای پر ځمکه لګېدلی وي.

د چارواکو په خبره دغه توغندی د اوتاپا ښار جنوب ختیځ ته نږدې فیر شوی دی.

د استونیا د هوایي ځواکونو مشر ویلي چې دغه توغندي له ۵ تر ۱۰ کېلو ګرامه چاودېدونکي مواد درلودل چې په وینا یې ډېر تخریبوونکی نه‎وو.

په‎دې اړه تحقیقات پیل شوي چې اسپانوي جېټ الوتکې څنګه په تصادفي ډول دغه راکټ توغولی.

د استونیا صدراعظم پر خپل فېس‌بوک لیکلي چې د دغه هېواد دفاعي ځواکونه به د دوی له متحدینو سره د دې پېښې ټول اړخونه وپلټي او د دې پېښې د تکرار د مخنیوي لپاره به هر ډول هڅې وشي.

د بالتیک هېوادونه لکه استونیا، لاتویا او لېتوانیا خپلې جنګي الوتکې نه‎لري چې دا کار د هوایي امنیت لپاره دوی پر ناټو متحدینو متکي کړي دي.