په ایران کې په یوه ورزشي سټډیوم کې د ګازو د چاودنې له کبله درې تنه وژل شوي دي.
د ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړ چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په پلازمېنه تهران کې شوې ده.
د راپور له مخې پېښه وروسته له هغه وشوه چې د ترمیم کاریو پر مهال د ګازو نل لیک شو.
ایران د نللیکو یو زوړ سیستم دی چې پر دغه هېواد د لوېدیځ د کلونو بندیزونو پر مهال په خپل حال پاتې شوی او کار ترې اخیستل کېږي.
پهدغه هېواد کې احتیاطي اقدامات هم ډېر کمزوري دي.
په جولای میاشت کې هم په پلازمېنه تهران کې په دوو جلا پېښو کې پنځه تنه د زهرجن ګاز د لیک کېدو له کبله مړه شوي وو.