د امریکا د ولسمشر له خبرداري، څو ساعته وروسته ډایملر «Daimler» د جرمني د موټر جوړولو سترې کمپنۍ په ایران کې خپل فعالیت ودراوه.
ډونالد ټرمپ پر ایران د امریکا د بندیزونو د لومړي پړاو له جاري کېدو سره ژمنه کړې چې هره هغه کمپنۍ به چې په ایران کې فعالیت کوي، د امریکا پراخ بازار بهیې د خرڅلاو پر مخ وتړي.
د ډایملر کمپنۍ ویاندې د سې شنبې په ورځ وویل چې د دغو بندیزونو مطابقیې په ایران کې له مخکې محدود فعالیت درولی دی.
پهدغه ناڅاپي اقدام سره په ایران کې د ډایملر کمپنۍ هغه پراختیایي پروګرامونه هم پای ته رسېږي چې له مخې یې دې کمپنۍ له دوو ایراني کمپنیو سره په ایران کې دننه د مرسېډس بنز لاریو ټوټې سره یوځای کولې.
له ایرانه د ډایملر د وتلو پرېکړه چې له بندیزونو سرغړونکو ته د ټرمپ د خبرداري پر اساس کېږي، دغهراز د اروپایي ټولنې پر هغو مشرانو هم یو ګزار دی چې ژمنهیې کړې چې له ایران سره به سوداګري جاري وساتي او د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د تړون چې امریکا ترې وتلی، درناوی کوي.