د ازبکستان د یوه افسر قاتل په روغتون کې ځان وژلی

رپوټونه وايي، د ازبکستان د پولیسو د یوه لوړ رتبه افسر مشکوک قاتل، په هغه روغتون کې چې بستر و، ځان وژلی دی.

د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکی، دلشاداکرموف د تېرې شنبې په ورځ په خپل دفتر کې مړ وموندل شو.

د رپوټونو په حواله، هغه په مکرر ډول په چړه وهل شوی و.

د کریموف یوه خپلوان چې د ازبکستان په پولیسو کې لوړه چوکۍ لري، پرون ازادي راډیو ته د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط وویل چې مشکوک حمله کونکی تر پېښې څو ساعته وروسته نیول شوی و.

دې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې مشکوک قاتل، د لشاد اکرموف تر لاس لاندې مامور و.

د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت ویلې د څېړنو تر بشپړېدو پردې مسئله خبرې نه شي کولائ.