فراه چارواکي: په بالابلوک ولسوالۍ کې ۱۹ طالبان وژل شوي

په فراه کې چارواکي وايي، په بالابلوک ولسوالۍ کې ۱۹ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۳۲ تنه زخمیان شوي دي.

د فراه د والي ویاند، محمد ناصر مهري نن «سې شنبه، د اګسټ اوومه» ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو پرون شپه په بالابلوک ولسوالۍ کې پر درېیو پوستو ډله‎ییزه حمله کړې وه چې تر نن سهار تقریباً څلورو بجو روانه وه.

د مهري په وینا، په‎دې حملې کې څلور عسکر وژل شوي او شپږ تنه زخمیان شوي دي.

د حملې په ځای کې د افغانستان د پوځ الوتکو بمبار هم کړی دی.

وسله‎والو طالبانو په‎دې اړه خبرې نه‎دي کړي.