پر ایران د امریکا نوي بندیزونه نن عملاً نافذ شول

پر ایران د امریکا نوي بندیزونه نن عملاً په داسې حال کې نافذ شول چې د واشنګټن او تهران ترمنځ ناندرۍ روانې دي.

په نویو بندیزونو کې د غالیو په ګډون د ایران د صنعتي تولیداتو د خرڅلاو لپاره د امریکايي ډالرو د پېرلو شرایط سخت شوي دي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه یو ځل بیا له ایراني چارواکو سره د مخامخ لیدنې وړاندیز تکرار کړ او ویې‌ویل، دی چمتو دی د ایران د بالیستیک توغندیو په ګډون پر ټولو لانجمنو موضوعاتو له ایراني مشرانو سره مخامخ خبرې وکړي، خو ولسمشر حسن روحاني پرون پر دولتي ټلوېزیون په وینا کې دا وړاندیز رد کړ.

ښاغلي روحاني وویل د ټرمپ وړاندیز داسې دی لکه څوک چې خپل مقابل لوری په چاړه ووهي او بیا یې خبرو ته راوبولي.

له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي و، امریکا د ایران پر وړاندې د سخت دریځ په خپلولو سره په خپله منزوي شوی دی.

  • پخواني معلومات

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون دوشنبې پر ایران د پراخو مالي بندیزونو د بیا انفاذ امر وکړ.

په دې بندیزونو کې د ایران د اسعارو د راکړې ورکړې او مهمې صنعتي برخې په نښه شوې دي.

ټرمپ دا بندیزونه درې میاشتې وروسته له هغه لګوي چې د ایران له اټمي تړون څخه د امریکا وتل یې اعلان کړل.

ټرمپ پرون په یوه بیان کې پر خپل پخواني دریځ ټینګار وکړ چې د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه یوه یو اړخیزه او ناوړه موافقه وه.

ښاغلي ټرمپ د نړۍ پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې دا خبره روښانه کړي چې د ایران رژیم به یا خپل ګواښونکی او بې ثباته کوونکی چلند بدلوي او په نړیوال اقتصاد کې به مدغمېږي او یا به له اقتصادي انزوا سره مخامخ کېږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون په یو وینا کې وویل ایران به د امریکا له بندیزونو سره سره په اټمي موافقه کې پاتې شي.

هغه وویل چې امریکا غواړي د ایران د ملت پرضد له رواني جګړې کار واخلي او د خلکو ترمنځ یې نفاق واچوي.

له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، متحده ایالات د ایران پر وړاندې د سخت دریځ په خپلولو سره په خپله منزوي شوی دی.