لوګر ولایتي شورا: حکومت دې په ازرې کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي

د لوګر د ولایتي شورا رئیس له حکومت نه غواړي چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې کې خپلو نظامي عملیاتو ته دوام ورکړي.

د لوګر د ولایتي شورا يو شمېر غړي وايي، طالبانو له تېرو دریو ورځو راهیسې د ازرې ولسوالۍ مرکز ته د تګ راتګ ټولې لارې تړلي او د ولسوالۍ مرکز يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که څه هم دغه ولسوالۍ ته د طالبانو د ځپلو لپاره تازه دمي ځواکونه رسېدلي خو بیا هم د ازرې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې موجودې دي.

ښاغلی ستانکزی له حکومته غواړي چې په دغه ولسوالۍ کې خپلو پوځي عملیاتونو ته دوام ورکړي.

د لوګر ازره ولسوالي

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت باید خپله توجه جدي کړي، ځکه په ځينو سیمو کې د دښمن شمېر زیات دی، ان شاءالله د سقوط امکان نشته، خو بیا هم باید متوجه اوسي څو وضعیت تر دې ناوړه نشي."

بلخوا د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، د ازرې ولسوالي لا هم د طالبانو په محاصره کې ده.

د نوموړي په خبره په ازره کې ناامني د افغانستان پر پایتخت کابل باندې منفي اغېز لري نو په کار ده چې په دغه ولسوالۍ کې ناامنیو ته د پای ټکی کېښودل شي.

په ازره کې ناامني د افغانستان پر پایتخت کابل باندې منفي اغېز لري

دا په داسې حال کې ده چې د لوګر ولایتي شورا د يو شمېر غړو په خبره، تېره شپه زیات شمېر وسله والو طالبانو په ازرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې دغه حملې د شپې دولس بجې پيل او څلور ساعته یې دوام کړی.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس وايي، د دغې حملې په نتیجه کې لس افغان سرتېري ټپيان او یو شمېر وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره، د طالبانو له حملې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ بهرنیو ځواکونو هم د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو باندې بریدونه کړي چې د بهرنیو ځواکونو لخوا د يوه بمب غورځولو په نتیجه کې څلور افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

خو د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند د بهرنیو ځواکونو په حملو کې د افغان امنیتي او ملکیانو ته د اوښتنې مرګ ژوبلې په اړه ادعاوې نه تائیدوي، خو وايي چې په دې حملو کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

شاهپور احمدزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره يو پلاوی ازرې ولسوالۍ ته لېږل شوی دی.

د ازرې ولسوالي د افغانستان پایتخت کابل ته نېږدې پرته ده چې له دې وړاندې هم د وسله والو مخالفینو د بریدونو او حملو شاهده وه.

د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزی وايي، د ازرې ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ نه ده او اوسمهال وضعیت د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

د لوګر ازره

نوموړي زیاته کړه:

"د لوګر خلکو ته ډاډ ورکوو چې د ازرې ولسوالي به په هېڅ وجه سقوط ونه کړي او موږ به د هوايي او ځمکنیو حملو په وسیله دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړو."

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د دفاع وزارت د ویندوی دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، د ملي اردو ځواکونه د جګړې لپاره ازرې ولسوالۍ ته رسېدلي او ډېر ژر به په دغې ولسوالۍ کې پراخ پوځي عملیات پيل کړي.

د نوموړي په خبره د پوځي عملیاتونو په پېلېدو سره به دغې ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت ښه شي.

راپور: محمد واصل وصال

تېره شپه له ۱۲ بجو د لوګر د ازرې ولسوالۍ په پوستو باندې له څلورو خواوو ډله‎ییز برید پیل شوی او اوس هم روان دی.

د لوګر د ولایتي شورا غړي او قومي مخور وايي چې په دې جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې او له تېرو څو ورځو راهیسې یادې ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې هم د وسله‎والو له لوري بندې دي.

نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۶» د لوګر د ولایتي شورا غړي او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي ډاکتر عبدالولي وکیل ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې پر سیمو د قاطع مأموریت هوايي ځواک الوتکو بمباري کړې او په بمبارۍ کې یې هم ملي او سیمه‎ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

قاطع ملاتړ مأموریت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د لوګر د ولایتي شورا غړی او د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي ډاکټر عبدالولي وکیل

ده وویل، پر ازره د وسله‎والو مخالفینو له لوري دا بریدونه له ۱۲ ورځو راهیسې روان دي او دوی دا مسئله د ملي امنیت شورا، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو، د ملي امنیت عمومي رئيس، د قول اردو له قوماندان او نورو مسؤلینو سره شریکه کړې، خو هغوی لازمه توجه نه‎ده کړې.

نوموړی وايي، په‎دې موده کې ازرې ته ټولې اکمالاتي لارې بندې دي او په‎دې مسیر چې کومې د څښاک پاکې اوبه راځي هغه شبکې يې هم وسله‎والو ورباندې بندې کړې دي.

ده وویل، د ولسوالۍ له مقام او نورو امنیتي پوستو سربېره د سیمې اوسېدونکي هم تر برید لاندې دي.

نوموړي دا هم وویل، که‎ حالت داسې وي، نو ممکن ډېر ژر ولسوالۍ سقوط وکړي.

د سیمې یو بل اوسېدونکي حاجي خوشحال حسن وویل، ازره یوه مهمه او سټراتېژیکه ولسوالۍ ده او دا ځل ګڼو وسله‎والو د جاني‎خېلو او ځیني نورو ولسوالیو په شان په‎دې ولسوالۍ هم‌مهاله ډله‎ییز برید پیل کړی، لارې يې تړلي او کوښښ کوي چې ازرې ته سقوط ورکړي.

ده وویل، ځايي خلک تر هغه مړي خاورو ته نه‎شي سپارلی چې جګړه ونه‌دریږي.

قومي مشر محمد نادر وویل چې د سهار په رڼايي سره د جګړې شدت کم شوی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ چارواکي هم وايي چې د تېرې شپې له ۲ بجو راهیسې د وسله‎والو له لوري پر ازره ډله‎ییزه بریدونه پیل شوي او اوس هم جګړه روانه ده.

د لوګر د امنیه قوماندانی ویاند شاه‌پور احمدزي وویل، په‎دې بریدونو کې ۳۰ وسله‎وال وژل شوي، خو دولت لوري ته هم ځاني زیان اوښی چې درې سرتېري وژل شوي او ۴ ټپیان دي.

وسله‎والو طالبانو ویلي چې په‎دې حمله کې يې ۱۹ پولیس وژلي او ۶يې ژوندي نیولي دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل