ویسا: ځیني چې د سولې خبره سړه وي، شعار ورکوي چې توده شي نو قانون سره کرښه کړي

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې په تړاو ګڼ مطالب لیکلي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، له کومې ورځې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه خبرونه رسنیو ته راووتل او خبره سپینه شوه چې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ په قطر کې درې ځله خبرې شوې دي، په افغاني رسنیو کې د بېلابېلو لورو دریځونه ډېر عجیب او حیرانوونکي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې حکومتي چارواکي خو په یو ډول د انزوا احساس کوي، د هغوی څرګندونې پر دې متمرکزې دي چې سوله او خبرې به د افغان دولت تر مالکیت او حاکمیت لاندې وي.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، ځيني لوري بیا له دې مسئلې سره داسې چلند لري چې دوه مخیتوب‌یې له ورایه ښکاري، ځکه کله چې د سولې او خبرو اترو مسئله سړه وي، دوی د سولې د خبرو تند شعارونه بدرګه کوي، خو کله چې د سولې خبرې راتودې شي، بیا د ۱۷ کلونو لاسته راوړنو ساتل او اساسي قانون سره کرښه شي.

ورځپاڼه لیکي ځيني نور بیا د طالب او امریکا ترمنځ خبرې خپلو امتیازاتو ته زیان بولي، خو ځيني بیا رښتینې اندېښنې ښيي.

په سرمقاله کې راغلي چې په ټوله کې زموږ د سیاسي ډلو، حکومت او رسنیو دغه بېلابېل دریځونه په یوه ډېره مهمه او اساسي مسئله کې د ولس د نه‌همغږۍ په معنی ده، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور، یاد لوري په هر صورت د ولس د یوې برخې استازیتوب کوي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

مسیر لیکي، لا هم معلومه نه‌ده چې امریکا له طالبانو سره په واقعي معنی د سولې مخامخ خبرې کوي، که د ځینو لنډ مهالو اهدافو لپاره له طالبانو سره اړیکې نیسي.

په سرمقاله کې راغلي چې لا هم امریکايي حکومت په رسمي ډول له طالبانو سره د مخامخ خبرو پخلی نه‌دی کړی، بلکې د امریکايي چارواکو په حواله ویل شوي چې دوی د سولې د خبرو د زمینې برابرولو لپاره له طالبانو سره خبرې کړې دي.

ورځپاڼه لیکي، په هر حال، دا که د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ د سولې خبرې دي او که سولې ته د طالبانو د چمتو کولو، خو د سرمقاله لیکونکي په باور، افغان حکومت په دې مسئله کې څنګ ته کړل شوی دی.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې که امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي او دا خبرې رښتیا د سولې لپاره وي، دا یو ښه پرمختګ دی، خو که دا خبرې د ځینو پټو او لنډ مهالو هدفونو لپاره وي، بیا نه‌یوازې دا چې ګټه نه‌لري، بلکې زیانونه به هم ولري چې په‌کار ده سر له اوسه ورته کار وشي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، په کور دننه او په نړیواله کچه د افغانانو لپاره د سولې او اوربند غږ راپورته شوی دی.

هېواد لیکي، ملي غوښتنې او د حکومت هڅې دا دي چې د راروان لوی اختر په مناسبت دې د حکومت له‌خوا پلان شوی اوربند په دایمي اوربند بدل شي.

په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر غني د کوچني اختر په څېر د لوی اختر لپاره هم د اوربند تیاری نیسي او په دې برخه کې یې په ملي او نړیواله کچه سلا مشورې پيل کړې دي.