د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړو د پارلماني کمېټې په غونډه کې د دغه ګوند مشر عمران خان رسماً د دې هېواد د صدراعظمۍ څوکۍ ته ونوماوه.
له ټول پاکستان څخه پارلمان ته د پاکستان د تحریک انصاف بریالیو وکیلانو د دوشنبې پر ورځ په اسلاماباد کې په دې تړاو غونډه وکړه چې خپل مشر عمران خانیې پهکې په یوه خوله د راتلونکي صدراعظم په توګه نوماند کړ.
په دغه غونډه کې د صدراعظمۍ لپاره د عمران خان نوم د تحریک انصاف مهم غړي شاه محمود قریشي وړاندیز کړ چې وکیلانو تأیید کړ.
په پاکستان کې د حکومت جوړولو لپاره یو ګوند په پارلمان کې لږ تر لږه ۱۷۲ څوکیو ته اړتیا لري، خو په ټاکنو کې دا غوڅ اکثریت د تحریک انصاف په ګډون یوه ګوند هم نهدی ترلاسه کړی.
د تحریک انصاف ګوند تر هغې وروسته د صدراعظمۍ لپاره خپل مشر عمران خان نومولی چې د دې ګوند مخالفو سیاسي ګوندونو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په ملي اسامبلۍ کې به د تحریک انصاف ګوند د صدراعظم د کاندید په مقابل کې ګډ کاندید ودروي.