د افغانستان د پوهنې وزارت د سړو سیمو د ښوونځیو رخصتي د ګرمې هوا له کبله د سنبلې یا وږې د میاشتې تر درېیمې نېټې تمدید کړه.
د دغه وزارت ویاندې نوریې نزهت د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې درسي نصاب به د کال تر وروستیو پورې په ښوونځیو کې بشپړ شي.
مېرمن نزهت زیاته کړه:
"د ګرمۍ د ډېروالي او د زدهکوونکو د کورنیو د پرلهپسې غوښتنو په نتیجه کې د وزارت مشرتابه پرېکړه وکړه چې د ښوونځیو د اوړي رخصتي د سنبلې یا وږې میاشتې تر درېیمې پورې وغځوي."
د افغانستان د دولتي او خصوصي ښوونځیو د اوړي رخصتي د اسد یا زمري پر ۱۰مه پای ته ورسېده او ټاکل شوې وه چې د زمري پر ۱۳مه درسونه رسماً پیل شي، خو اوس دغه رخصتي د لوی اختر تر پایه پورې وغځېده.