سمر: په افغانستان کې د عدالت لپاره دې نړیواله محکمه مداخله وکړي

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وایي په دغه هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د عدالت راوستلو لپاره باید په ځینو قضیو کې د جنګي جرمونو نړیواله محکمه مداخله وکړي.

سیما سمر د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان په قضیو کې د دغې محکمې مداخله کولای شي د خلکو رنځ راکم کړي.

مېرمن سمر وايي:

"موږ د هغو کسانو په توګه پر عدالت باور لرو او د افغانستان د سولې د راوستلو په برخه کې د عدالت پر رول پوهېږو ، د افغانستان په قضیو کې د نړیوالې جزایي محکمې د مداخلې طرفدار یو. البته دغه محکمه تر ۲۰۰۳ کال راوروسته قضیې څېړي، خو که دغه محکمه راشي او یو شمېر قضیې وڅېړي، دا په خپله د خلکو درد او رنځ کموي."

مېرمن سمر د سولې لپاره د افغانستان د دولت هڅې ستایي، خو ټینګار کوي چې د عدالت د ټینګښت لپاره باید په دې بهیر کې د جګړو قربانیان او ښځې په جدي ډول ورښکېل شي.

تر دې وړاندي هم د بشري حقونو یو شمېر فعالینو او مدني ټولنو په دغه هېواد کې د تېرو کلونو خونړیو پیښو ته په کتو ویلي وو چې د دولت وسله‌وال مخالفین په قصدي ډول ملکي افغانان په نښه کوي او دا مسئله‌یې جنګي جنایت بللی چې په وینا یې باید د نړیوالې جنایي محکمې له‌خوا وارزول شي.