د امریکا د بهرنیو چارو وزرات وایي چې د امریکا په ټولنه کې د اختلافاتو د رامنځته کولو د هڅو په خاطر یې په واشنګتن کې د روسیې شارژدافیر ورغوښتی او په دې اړهیې خپل اعتراض ورته وړاندې کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هدر ناوئرت په یوه ټویټري بیان کې ویلي چې د اروپا او ایوراسیان په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویس میچل په واشنګټن کې د روسیې شارژدافیر دمیتري ژیرنوف ورغوښتی و چې د مسکو د هغو هڅو په اړه چې ویل کېږي د امریکا په ټولنه کې اختلافاتو او تشدد ته د لمن وهلو لپاره له ټولنیزې رسنۍ کار اخلي، سپیناوی وکړي.
ناوئرت وویل، متحده ایالات دغه بېباکه مداخله نهشي زغملی.
له دغه ټویټري بیان سره د اګست د لومړۍ نېټې هغه بیان هم غوټه شوی چې د فېسبوک د جولای د ۳۱مې د اعلان په اړه خپور شوی و.
فېسبوک ویلي وو، داسې پرمختللې هڅې چې ښایي له روسیې سره تړلې وي او هدفیې په نومبر کې د امریکا د کانګرس تر منځمهاله انتخاباتو مخکې د امریکا پر سیاست نفوذ کول دي، کشف کړي دي.
که څه هم فېسبوک روسیه او منځمهاله انتخابات چې ورته څه کم ۱۰۰ ورځې پاتې دي، مستقیماً له دغو هڅو سره نهدي تړلي، خو د کانګرس هغو غړو چې فېسبوک ورته په دې اړه معلومات ورکړي، ویلي چې له دغه تاکتیک څخه هغو عاملانو کار اخیستی چې د روسیې له مداخلې سره ارتباط لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت په دې بیان کې ویلي وو چې موږ د فېسبوک دا پرېکړه چې هغه اکاونټونه چې له بهره سرچینه اخلي، تړلي، ستایو او ځکه چې هغه د متحده ایالاتو دننه تشدد او اختلافاتو ته لمن وهي.
هغې زیاته کړه، موږ له روسیې او ټولو ورانوونکو لوبغاړو غواړو چې سمدستي دغه بېباکه چلند ودروي.
هدر ناوئرت
د ناوئرت په وینا، متحده ایالات د روسیې په ګډون د بهرنیانو دغه هڅې چې زموږ ډموکراتیکې پروسې او ادارې زیانمنوي، نهشي زغملی.
د روسیې تاس دولتي خبري اژانس په واشنګټن کې د روسیې د سفارت لهخوا د یکشنبې د ورځې د خپاره شوي بیان په حواله ویلي چې وایي، دوی په دې اړه چې د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا دومره لوېدلې ډیپلوماسۍ ته مخه کړې، یوازې پښېماني څرګندوي.
سفارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تورن کړی چې په دې کار سره په امریکا کې هغه ادارې او سیاستوال لا پیاوړي کوي چې د امریکا په سیاسي پروسه کې د روسیې له مداخلې د خپل ځان په ګټه کار اخلي.
د امریکا د استخباراتو ادارې دې نتیجې ته رسېدلي چې روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله کړې او د ټولنیزې رسنۍ له لارې یې د امریکا په ټولنه کې د حساسو مسئلو پر سر اختلافاتو ته لمن وهلې ده.
مسکو دغه تورونه رد کړي دي.