مسؤلین: په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه کسان له مخدره موادو اغېزمن دي

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه کسان له مخدره موادو اغېزمن دي.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت په هېواد کې پر مخدره موادو د روږدو کسانو په زیاتېدو اندېښنه ښيي او د حکومت له ټولو اړوندو ارګانونو غواړي چې د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د تولید او قاچاق په مخنیوي کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

دا خبره د دغه وزارت مرستیال جاوید قایم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۵» له مخدره موادو سره د مبارزې په هدف، د کورنیو چارو وزارت او د هېواد د رزمي ورزشکارانو د فدراسیون ترمنځ د ګډو هڅو د پیلولو په ناسته کې وکړې.

ده په هېواد کې د مخدر مواد تولید، قاچاق او کارول د افغانستان د سولې، اقتصادي ودې او پرمختګ وړاندې لوی خڼد وباله او پروړاندې یې پر جدي مبارزې ټینګار وکړ.

جاوید قایم

نوموړي وویل:

"یو غټ مشکل چې موږ ته‌یې جوړ کړی، هغه اعتیاد دی، د ۲۰۰۱۵ میلادي کال ارقام ښيي چې په افغانستان کې، کابو ۳،۵ میلیونه وګړي متأثره دي، یا مواد کاروي، یا يې تر اغېز لاندې دي او یا روږدي دي، له شااوخوا ۱،۹ نه تر ۲،۵ میلیونو پورې له دغو موادو استفاده کوي او شااوخوا نیم میلیون روږدي لرو."

د جوړې ناستې ویناوالو ورزش، د سالمې ټولنې او پر مخدره موادو د روږدتیا د مخنیوي لپاره مهم وباله.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرستیال عبدالخلیل بختیار وویل، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دغه وزارت ځانګړي ځواکونه شپه او ورځ پر دندو بوخت دي، خو د افغانستان ټولو اتباعو ته په‌کار ده چې په دې برخه کې له اړوندو ارګانونو سره همکاري زیاته کړي.

عبدالخلیل بختیار

دی وایي:

"په تېرو پنځو میاشتو کې توانېدلي یوو چې ۷ ټنه بېلابېل مخدره مواد ضبط کړو، په دې موده کې مو په ۱۳۰۰ عملیاتو کې شااوخوا د مخدره موادو ۱۵۰۰ لوی، متوسط او واړه قاچاق کوونکي نیولي دي، که څه هم د ستونزې په انډول زموږ د کمیت اندازه کمه ده، خو د کار کیفیت مو عالي دی."

په جوړې ناسته کې د افغانستان د رزمي ورزشکارانو د فدراسیون رئیس دین محمد مبارز ژمنه وکړه چې په ځوانانو کې به د ورزش دودولو ته هڅې تېزې کړي.

په افغانستان کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د پراخولو خبرې په داسې حال کې کېږي چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد د زندانونو ۳۰ فیصده بندیان د مخدره موادو په تولید او قاچاق کې ښکېل ګڼل شوي دي.

سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې اداره وايي، افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې کوکنار په‌کې زیاد کرل کېږي.

راپور: خان محمد سیند