په هرات کې د بار وړونکو موټرو لسګونه چلوونکو د هغه څه له کبله مظاهره وکړه چې دوى د خپلو جوازسيرونو د تمديد لپاره د حکومت فشار بللى دى.
د دې مظاهرې له کبله د هرات عمومي سړک پرون شنبه تړلى و.
اعتراض کوونکي وايي، کلونه کېږي جوازسيرونهيې تر وخت تېر دي او اوس د هغوى د تمديد لپاره پيسې نهلري.
د والي وياند جېلاني فرهاد وايي، د بار وړونکو موټر چلوونکو دا غوښتنې غير قانوني دي.