امریکا پر ایران د نویو بندیزونو جزئیات اعلانوي

متحده ایالات نن پر ایران د نویو بندیزونو جزئیات اعلانوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون یکشنبه خبریالانو ته وویل، واشنګټن به بیا پر ایران بندیزونه ولګوي.

امریکا وروسته تر هغې پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو پرېکړه وکړه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره مې میاشت کې له ایران سره له نړیوالې اټمي موافقې ووت.

مایک پامپیو وویل، د بندیزونو په لګېدو سره به د ایران حکومت نور ونه‌توانېږي چې ډالر وپېري.

نوموړي وویل، نوي بندیزونه به د ایران د قالینو د صنعت په ګډون د دې هېواد صنعتي فابریکې په نښه کړي.