په اندونیزیا کې د پرونۍ زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۹۱ ته لوړ شوی دی.
د ریښتر په اندازه ۷ درجې دې زلزلې د اندونیزیا لومبوک ټاپو ځپلی دی.
د اندونیزیا د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې ویاند ویلي دي چې د زلزلې له امله د مړو شمېر ښايي زیات شي.
د دې زلزلې له امله سلګونه کسان ژوبل شوي، ګڼ شمېر ودانۍ زیانمنې شوي او د لومبوک ټاپو له زیاتو برخو څخه برښنا قطع شوې ده.
تر دې یوه اوونۍ مخکې د زلزلې یوه ټکان د اندونیزیا لومبوک ټاپو چې زیات سیلانیان ورته ځي، لړزولی و او ۱۶ کسانيې وژلي وو.
په اندونیزیا کې په ۲۰۰۴ میلادي کال کې تر سمندر لاندې یوې قوي زلزلې چې د سونامي څپې يې پورته کړې، په دې هېواد او هند سمندر چاپېره پرتو هېوادونو کې دوه لکه او ۲۰ زره کسان ووژل.
- پخواني معلومات
په اندونیزیا کې د پرونۍ زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۸۲ ته لوړ شوی دی.
د ریښتر په اندازه ۷ درجې دې زلزلې د اندونیزیا لومبوک ټاپو ځپلی دی.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي دي چې د زلزلې له امله سلګونه کسان ژوبل شوي، ګڼ شمېر ودانۍ زیانمنې شوي او د لومبوک ټاپو له زیاتو برخو څخه برښنا قطع شوې ده.
تر دې یوه اوونۍ مخکې د زلزلې یوه ټکان د اندونیزیا لومبوک ټاپو چې زیات سیلانیان ورته ځي، لړزولی و او ۱۶ کسانيې وژلي وو.
په اندونیزیا کې په ۲۰۰۴ میلادي کال کې تر سمندر لاندې یوې قوي زلزلې چې د سونامي څپې يې پورته کړې په دې هېواد او هند سمندر چاپېره پرتو هېوادونو کې دوه لکه او ۲۰ زره کسان ووژل.