الګیزینډر د سټي اوپن ټینس سیالیو کوارټر فاینل ته ووت

د جرمني د ټینس لوبغاړي الګیزینډر خپل ورور میشا زاریو ته په ماتې ورکولو سره د سټي اوپن ټینس سیالیو کوارټر فاینل ته ووت.

د سما نیوز ویب‎پاڼې د معلوماتو له مخې په‎دغه لوبه کې الګیزینډر وتوانېد چې ۶ـ۳ او ۷ـ۵ په پایلې سره خپل ورور میشا زاریو ته ماتې ورکړي او د دغو سیالیو کوراټر فائنل پړاو ته ووځي.

د دغو سیالیو په بله لوبه کې بیا امریکايي لوبغاړي جان ازنر بیا د خپل هم وطن لوبغاړي نوه رابن نه ماتې وخوړه.

رابن په دغه لوبه کې ازنر ته ۶ـ۴ او ۷ـ۶ په وړاندې ماتې ورکړه او د دغو سیالیو ۱۶ غوره پړاوو ته ورسېده.