د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د داعش ډلې له هغو جنګياليو سره بايد حساب-کتاب وشي چې په وروستيو کې افغان حکومت ته تسليم شوي دي.
د دغه کمېسيون وياند بلال صديقي نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل:
"بايد د قانون په رڼا کې له دوى پوښتنې-ګروېږنې وشي، پر دوى بايد قانون عملي شي، ځکه دوى د خپلو جنايتکارانو اعمالو مسؤل دي، د قربانيانو د کورنيو غړي هم له دغو کسانو سره د قانوني چلند غوښتنه لري."
افغان پوځي چارواکو تېره اوونۍ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش د ٢٥٠ غړيو د تسليمېدو خبر ورکړ.
دفاع وزارت ويلي چې دغه تسليم شوي وسله وال د جوزجان ملکي ادارې ته سپارل شوي او د دوى د مجازاتو او مکافاتو په اړه به افغان حکومت پرېکړه کوي.
د جوزجان ځينو اوسېدونکو پرون په یوه اعتراضيه غونډه کې د تسلیم شويو وسلهوالو د محاکمې غوښتنه کړې وه.