پروان کې انتحاري حملې د ناټو قاطع ملاتړ د ماموريت ۳ غړي وژلي

په پروان ولايت کې ننني ځان وژونکي بريد د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموريت درې غړي وژلي دي.

دا خبره د امريکا متحدو ايالتونو پوځ نن يکشنبه په يوه اعلاميه کې کړې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي:

"د قاطع ملاتړ د ماموريت درې پوځيان چې له افغان ځواکونو سره په ګډه ګزمه بوخت وو، په ځان وژونکي بريد کې ووژل شول."

اعلاميه زياتوي چې په پېښه کې دوه افغان پوځيان او يو امريکايي سرتېرى ټپيان شوي دي.

اخوا د چک جمهوریت تأیید کړه چې په دغه پېښه کې د دوی درې سرتېري وژل شوي دي.

د دې پېښې په اړه چې مسؤليت يې وسله والو طالبانو منلى، څېړنې پيل شوي دي.

د پروان د والي ويانده وحيده شهکار وايي، حمله د پروان د مرکز چاريکار په مربوطاتو کې شوې ده.

  • پخواني معلومات

په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو په کاروان نن سهار انتحاري برید شوی دی.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار ازادي راډیو ته وویل چې دا برید نن یکشنبه سهار شااوخوا شپږ بجې د پروان ولایت د مرکز خلازیي په سیمه کې شوی دی.

د شهکار په خبره، په دې انتحاري برید کې ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.

د پروان د والي ویاندې دا هم وویل چې بهرنیو ځواکونو د برید سیمه تړلې او امنیتي ځواکونه یې سیمې ته نه دي پريښي، نو ځکه د هغوی د مرګ ژوبلې جزیات نشته.

اخوا وسله والو طالبانو په یوې اعلامیې کې ادعا کړې چې دا انتحاري برید د دوی له خوا شوی او پکې پنځلسو بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې مېشت امریکايي او ناټو ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.