په ایران کې د مظاهرو په څلورمه ورځ یو وګړی وژل شوی دی

په ایران کې د مظاهرو په څلورمه ورځ د یوه وګړي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ایران د پلازمېنې تهران په ګډون په زیاتو ښارونو کې پرون شنبې خلک د خپل کمزوري اقتصادي وضعیت له امله د اعتراض څرګندولو لپاره لارو او سړکونو ته راوتلي وو.

پر ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونو له برحاله کېدو سره اقتصادي فشار ورځ په ورځ زیاتېږي.

فارس خبري اژانس پرون «شنبه، د اسد ۱۳مه] وویل چې په کرج کې یوه وګړي له موټره پر خلکو ډزې وکړې او یو تن یې وواژه.

فارس همدا راز وویل چې په کرج کې امنیتي ځواکونو ۲۰ تنه مظاهره کوونکي نیولي دي.

په تهران، اصفهان، شیراز، مشهد او د ایران په یو شمېر نورو ښارونو کې خلکو په ابتدا کې د ایراني ریال د نرخ د لوېدو، په مارکېټونو کې د ګرانۍ او د اقتصادي کمزورتیا پرضد مظاهرې کولې.

خو په وروستیو ورځو کې د ایران د اسلامي جمهوري د مذهبي رهبرۍ پر ضد زیات شعارونه اورېدل کېږي.