د ارزګان ولایت سیمه يیز چارواکي وايي، د ارزګان ـ کندهار پر لویه لاره وسله والو طالبانو درې ملکي کسان برمته کړي دي.
د والي ویاند نوید الله افغان زوی نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د یادې لارې په اوږدو کې د اردو بلاغ په سیمه کې له موټره ښکته کړي او نامعلوم لوري ته يې وړي دي.
نوموړی وايي، طالبانو دغه سپرلۍ د کندهار په مربوطاتو کي برمته کړي.
ښاغلي افغان زوی وویل چې د دې کسانو د خلاصون لپاره افغان ګډو ځواکونو هڅې پیل کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسینو ته څه نه دي ویلي.