په غزني کې د ښځو چارو رئیسه وايي، په دغه ولایت کې د نورو مشکلاتو ترڅنګ د سړو له لورې د ښځو روغتیا ته پاملرنه نه کېږي.
شکریې ولي ازادي راډیو ته وویل:
"بېځايه کلتوري دودنه، په شفاخانو کې د ښځینه ډاکټرانو نه شتون، ښځو ته ارزښت نه ورکول، په کورني درملو د هغوی درملنه کول، ښځې نارینه ډاکټرانو ته نه بېول هغه مشکلات دي چې د ښځو د روغتیا مخه یې ډب کړې ده."
هغې وویل چې په دې اړه یې د روغتیا ریاست په همکارۍ زیاتې هڅې کړې دي، څو ښځې له دغه حالت څخه راووزي.
هغه زیاتوي چې د حج او اوقافو له ریاست سره یې هم د منبر له لارې د عامه اګاهي په برخه کې غونډې نیولې دي خو بیا هم ډېری خلک دې ته نه حاضرېږي څو د مېرمنو د درملنې ته پام واړوني.
غزنی د افغانستان له هغه ولایتونو څخه یو دی چې ډېری برخه یې جګړو ځپلې ده چې زیاتې مېرمنې یې د روغتیا ترڅنګ د ژوند له اړینو اړتیاوو څخه بې برخې دي.