د یوې روسۍ هلیکوپټرې غورځېدو کې ۱۸تنه مړه شوي

د روسيې یوه هلیکوپټر د دې هېواد په سایبیریا سیمه کې غورځېدلې ده چې له امله يې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د روسيې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې دا پېښه نن سهار د اګارکا د ښار په ۱۸۰ کېلومتری کې شوې ده.

دې وزارت د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

روسي رسنیو ویلي دي چې د دې هلیکوپټر د غورځېدو په پېښه کې د عملې درې کسان او ۱۵ سپرلی وژل شوي دي.

په سمدستي توګه د دې پېښې علت معلوم شوی نه دی.