د سولې ولسي حرکت د اسلامي هېوادونو کنفرانس د سازمان استازي ته سپین لیک ورکړ

د سولې ولسي حرکت په کابل کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس د سازمان استازي ته د سپین لیک له سپارلو وروسته، نن د اروپايي ټولنې د دفتر مخې ته پرلت پیلوي.

په افغانستان کې د سولې ولسي حرکت په کابل کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس د سازمان له استازي سره کتلي او د دغه هېواد په اړه د سم مسؤلیت د نه تر سره کېدو په اعتراض کې يې ورته سپین لیک سپارلی دی.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په کابل کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس د سازمان مشر حسین ابن بات سولي ورسره ژمنه کړي چې دغه سازمان د افغانستان د سولې بهیر له نېږدې څاري او په دې برخه کې مرسته کوي.

بسم الله وطندوست

نوموړی وايي، له ښاغلي حسین سره يې په حضوري چمن کې وکتل.

نوموړي وویل:

"مونږ دوی ته د اعتراض په توګه سپین لیک ورکړ، د سپین لیک د ورکړې معنا دا وه چې مونږ دوی ته څه ولیکو، په اسلام دوی ښه خبر دي، په الهي احکامو او د مسلمانانو تر منځ د روغې جوړې په اهمیت دوی ښه پوهېږي، د سولې اړوند دوی معلومات لري، نو ځکه مو ورته سپین لیک ورکړ چې له دې ټولو سره ولې ځینې اسلامي هېوادونه د افغانستان په سوله کې ونډه نه اخلي او ولې ځینې هېوادونه په مستقیمه توګه د افغانستان په جګړه کې لاس لري؟"

د سولې د ولسي حرکت غړي د غبرګولي د میاشتې په ۲۸ مه له هلمنده پلي کابل ته راورسېدل.

د دې حرکت غړي د تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې په کابل کې د بېلابېلو بهرنیو سفارتونو مخې ته د پرلت په شکل راغونډ شوي، ځينو هېوادونو، ټولنو او سازمانونو ته يي د سولې په اړه خپلې غوښتنې او اعتراض لیکونه سپارلي دي.

په کابل کې د امریکا، روسيي، پاکستان، ایران او انګلستان له سفارتونو او د ملګرو ملتونو سازمان مخې ته له راټولېدو وروسته ټاکل شوې چې دوی نن د اروپايي ټولنې مخې ته پرلت ووهي.

ښاغلی وطندوست وايي، اروپايي ټولنې ته به هم د اعتراض په توګه د افغانستان د جګړې اړوند پېښو یو البوم وسپاري او دوی ته به د ځینو اروپايي هېوادونو څخه شکایت وړاندې کړي.

د سولې د ولسي حرکت د دغو هڅو تر څنګ، افغان حکومت هم د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

حکومت د باور د رامنځته کېدو په خاطر، د لومړي ځل لپاره په تېر کوچني اختر کې اوربند اعلان کړ، له هغې وروسته په سعودي عربستان کې د هغه هېواد په کوربه توب د افغانستان په اړه د شااوخوا څلوېښتو اسلامي هېوادونو دیني عالمانو غونډه وکړه.

وروسته بیا په قطر کې له طالبانو سره د لوړ پوړو امریکايي چارواکو د لیدو کتو راپورونه خپاره شول، تر دې چې ولسمشر غني ویلي، طالبان دا وخت یوازې د افغان حکومت نه، بلکې د عامو خلکو او ټولې اسلامي نړی له غوښتنې سره مخ دي.

د نړیوالو چارو پوهان د دوی له ډلې انتظار خادم وايي، د یو شمېر هېوادونو وګړو او نړیوالو سازمانونو ته د افغانستان د خلکو غږ رسېدل د سولې بهیر لا پیاوړی کولای شي.

انتظار خادم

دی وایي:

"ټولو غاړو ته ځولۍ غوړول، ټولو ته پیغام استول او په ټولو باندې فشار راوستل، دا د حل یوازنۍ لار ده، نو ځکه د دغه ولسي حرکت تم کېدل او د عامو خلکو له خوا بهرنیو سفارتونو او سازمانونو ته دا پیغام ورکول چې د افغانستان خلک نور له جګړې ستړي دي، غوره خبره ده، عام خلک باید په دې پوه شي چې ۱۸ کاله د افغانستان د جګړې اوږدېدل سم کار نه و."

نوموړی وايي، د سولې لپاره پرله پسې هڅې او په نړیوالو فشار د سولې لپاره عملي لار ده چې په افغانستان کې ښکېلې خواوې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ