امريکا: روسيه دې پر شمالي کوريا لګېدلي بنديزونه رعايت کړي

د امريکا متحدو ايالتونو له روسيې غوښتنه وکړه چې پر شمالي کوريا د ملګرو ملتونو لګېدلي بنديزونه رعايت کړي.

واشنګټن وايي د هغو راپورونو له کبله «سخته اندېښمنه» شوې چې له مخې يې مسکو د بنديزونو برخلاف د شمالي کوريا کارګرانو ته د کار تازه جوازونه ورکړي دي.

د امريکا عالي رتبه ډيپلوماټانو پرون دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کړه چې والستريت ژورنال ورځپاڼې وړمه ورځ راپور ورکړ چې مسکو د شمالي کوريا په زرګونو کارګرانو ته په روسيه کې د کار زمينه برابره کړې ده او هغوى ته يې د کار جوازونه ورکړي چې ظاهراً له بنديزونو سرغړونه ښکاري، خو روسيې دغه تورونه رد کړي دي.

ورځپاڼې د روسيې د کورنيو چارو او د کار وزارتونو د معلوماتو په حواله راپور ورکړى چې د شمالي کوريا څه باندې ١٠زره نوي کارګران له سپټمبر مياشتې راهيسې په روسيه کې راجسټر شوي او په روسيه کې روان کال د شمالي کوريا ٧٠٠ نورو کارګرو ته د کار نوي جوازونه ورکړل شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون دغو راپورونو په اشاره وويل، له روسيې غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو بنديزونه رعايت کړي.