د کردېز د تېرې ورځې حمله کې د وژل شویو شمېر ۳۴تنو ته ورسېد

د پکتیا امنیه قومانداني وايي په ګردېز کې پر یوه جومات د تېرې ورځې په انتحاري حملو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۴ او ټپیانو ۷۶تنو ته ورسېد.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم ازادي راډیو ته وویل چې په دغه حملو کې یو شمېر ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې کره شمېر یې لا معلوم نه دی.

یاده حمله د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ملګرو ملتونو لخوا په سختو ټکو سره غندل شوې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر غني دا پېښه وحشیانه او د اسلامیت او انسانیت ضد بللې ده.

اعلاميه د ولسمشر له قوله ليکي چې دا ډول بريدونه نشي کولای افغان ولسونه له یو بل سره جلا کړي.