د انتخاباتو کمیسيون: د شکایاتو کمېسیون دې وروستی لېست راوسپاري

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د انتخاباتو د شکایاتو له کمېسیونه غوښتي چې د ولسي جرګې د نوماندانو اخري لېست دې نن د اعلان لپاره وروسپاري.

ټاکل شوې وه دا لېست پرون سپارل شوی وای.

له بلې خوا د دولتي ادارو له برخو جوړ ځانکړی کمېسيون او د انتخاباتي شکاياتو کمېسیون د ولسي جرګې پنځه ویشت احتمالي کانديدان د غير مسئولو ډلو درلودو په تور له لېسته حذف کړي دي.

د انتخاباتي شکاياتو کمېسیون یوه غړي عبدالبصير فايز د جمعې په ماښام ازادي راډيو ته وويل چې دا کسان نن شنبې هم کولای شي خپل اعتراضونه وروسپاري:

"د شنبې تر ورځې چې د اسد ديارلسمه نېټه ده، هغوی ته وخت ورکړل شوی دی چې که د دې پريکړې په اړه اعتراض لري، کولای شي د شکاياتو په کمېسیون کې خپل اعتراض درج کړي او په دې اړه اخري پرېکړه د شکاياتو کمېسیون کوي."

ټاکل شوې ده د ولسي جرګې انتخابات د روان هجري لمريز کال د مېزان پر ۲۸مه نېټه وشي.