د کابل امنیه قوماندان وايي، د دوی د څېړنو په اساس په کابل کې د ۳ بهرنیانو وژل کېدل سیاسي اړخ لري.
د کابل امنیتي چارواکي وايي، یاد درې بهرنیان د نهمې حوزې اړوند د صنعتي پارکونو له سیمې برمته شوي وو چې تېره ورځ یې جسدونه وموندل شول.
داود امین د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې د هند فعال دښمن نه غواړي چې هندیان په افغانستان کې فعالیت وکړي.
ښاغلی امین وايي، دوې له یادې کمپنۍ څخه غوښتي وو چې له امنیتي ادارو سره ځان راجستر کړي، خو هغوی پولیسو ته اجازه نه وه ورکړې.
نوموړي زیاته کړه:
"څو وارې زمونږ پولیس دغه شرکت ته ورغلي وو چې ځان ورسره راجستر کړي، خو دوی نه وه منلې، زمونږ څېړنې ښیې چې د دغو درېيو کار کوونکو وژل کېدل سیاسي رنګ لري، دا ارتباط لري د هند او کوم دښمن یې چې دلته افغانستان کې فعالیت کوي، هغوی نه غواړي چې هندیان په افغانستان کې پروژې وکړې، داسې اسناد شته چې د دوی دغه دوه کسان یعنې د مقدونیې او مالیزیا وګړي هم د هندیانو په نوم وژل شوي دي، د دوی یو ډرېور نیول شوی چې ترې څېړنې روانې دي."
یاد وژل شوي بهرنیان د هند، مالیزیا او مقدونیا هېوادونو اتباع دي چې د سوډیکسو په نوم د خوړو له یوې نړیوالې کمپنۍ سره یې کار کاوه.
سوډیکسو کمپنۍ د نړۍ په کچه د خوړو چمتو کولو نامتو کمپنۍ ده چې د رسټورانټونو چارې مدیریت کوي او دفترونو، پوځ، ښوونځیو، روغتونونو او زندانونو ته خواړه برابروي.
تردې وړاندې هم د جودیت دیسوزا په نوم یوه هندۍ مېرمنه چې له اغاخان بنسټ سره یې کار کاوه، له کابل څخه تښتول شوې وه چې بېرته بیا خوشې شوه.
له هغه وړاندې هندي کاتولیک کشش الیکسس پرم کما په ۲۰۱۴ میلادي کال کې او دوه هندي ساختماني کارګران په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په افغانستان کې تښتول شوي او وروسته بیا ټول د تښتوونکو له منګولو خلاص شوي دي.
له دې ټولو سره سره یو شمېر په دې باور دي چې د کابل او هند نېږدې اړیکې د دې سبب شوي چې یو شمېر ګاونډي هېوادونه د داوړو هېوادونو د اړیکو د خرابولو لپاره خپل شوم پلانونه عملي کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند وایي، په اغلب ګمان د دغو کسانو په وژل کېدو کې به پاکستان لاس ولري.
میرزا محمد یارمند
دی وایي:
"پاکستان تل د هند او کابل په اړيکو انتقادونه لرل او د هندي اتباعو موجودیت نه غواړي کومې مرستې چې هند له افغانستان سره کوي، پاکستان ترې وېره لري."
نوموړي وویل، امنیتي چارواکي په دې اړه ترلاسه کړي اسناد باید د ډیپلوماتیکو سرچینو او ملګرو ملتونو سازمان له لارې تعقیب کړي.
د دوی په وینا، د بهرنیو وګړو د اختطاف او ترور د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې یو منظم میکانیزم جوړ او اړندو سفارتونو او شرکتونو سره شریک شي، ترڅو له دا ډول پېښو مخنیوی وشي.
راپور: ناجیه ساپۍ