د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د پکتیا په مرکز ګردېز کې لسګونه کسان هغه مهال ووژل شول چې دوو ځانوژونکو بریدګرو د ګردېز ښار په یوه جومات کې ځان ته چاودنه ورکړه.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې په دغه برید کې ۳۰ تنه وژل شوي او د ۶۰ په شااوخوا کې ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل:
"دوه تنه بریدګر جومات ته په ننوتو کې لومړی ډزې کوي او وروسته له ننوتو ځانونو ته چاودنه ورکوي چې په پایله کې یې د لومړنیو معلوماتو په اساس، ۳۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول او د ۶۰ کسانو په شااوخوا کې ټپیان شول."
د معلوماتو له مخې، بریدګر له ښځینه کالیو په استفادې، په ګردېز ښار کې د خواجه حسن په سیمه کې یو جامع جومات په نښه کړی و.
د پېښې ټپیان د ګردېز ښار د خصوصي او ملکي دولتي روغتونونو په شمول، د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو سل بستریز روغتون ته هم لېږدول شوي دي.
د وروستیو معلوماتو پربنسټ، په وژل شویو کې د پکتیا ولایت له طبعي پېښو سره د مبارزې رئیس ډاکټر سید علي شاه موسوي هم شامل دی.
دغه ځانوژونکې حمله نن جمعه له غرمې وروسته په یوه نیمه بجه د ګردېز ښار په خواجه حسن نومې سیمه کې په یوه جومات کې رامنځته شوې ده چې مسؤلیت یې تر اوسه چا نه دی منلی.
پخواني معلومات:
د پکتیا د پولیسو چارواکي وايي چې په کردېز ښار کې په یوه جومات کې ځانوژونکې حمله کې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې ونه ویل چې په کره ډول په دې چاودنه کې څومره کسان مړه او څومره ټپیان شوي دي
د دغه ولایت د والي ویاند عبدالله حسرت وایي، دغه ځانوژونکې حمله نن جمعه له غرمې وروسته په یوه بجه د ګردېز ښار په خواجه حسن نومې سیمه کې په یوه جومات کې رامنځته شوې ده.
د دې حملې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.
د پکتیا د پولیسو د ویاند په خبره چې په سیمه کې یو بل ځانوژونکی بریګر د پولیسو له خوا وژل شوی هم دی.
په دې اړه نور جزیات وروسته...