د اسلم بدبختي له کومې ورځې پیل شوه؟

اسلم يو داسې ځوان دی چې په هر څه کار لري او غواړي چې هر څه تجربه کړي، خو په ښه او بده نتيجه پسې يې نه ګرځي.

يوه ورځ له خپلو څو انډيوالانو سره مېلې ته ځي، په مېله کې خوښيو، موسيقۍ، چکچکو او خنداو باغ پر سر اخیستی وي.

په دې وخت کې د غفار په نوم يو مېله وال له بانډار څخه ولاړېږي او وروسته اسلم هم پسي ورځي، بس له همدې ورځې څخه د اسلم بدمرغي شروع کېږي.

دا چې په مېله کې څه پېښېږې او اسلم ولي بدمرغه کېږي، دا به په ډرامه کې اورئ چې عبدالنافع همت ليکلې ده.

د دې ډرامې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان ډرامه