سرګي ریابکوف له امریکايي سناتور رانډ پاول سره ګوري

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف به د اګست په شپږمه نېټه په مسکو کې له امریکايي سناتور رانډ پاول سره وګوري.

رانډ پاول د امریکا یوازنی سناتور دی چې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو وروستۍ لیدنه یې ستایلې وه.

د روسیې د بهرینو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف د انټرفاکس خبري اژانس سره مرکه کې او د سناتور پاول د دفتر په یوه بیان کې د دې لیدنې خبر ورکړی دی.

د روسیې خبري اژانسونو ویلي چې سناتور پاول به د روسیې د پارلمان له غړو سره په لیدنه کې د امریکايي هیئت مشري کوي.

سناتور پاول د جولای په ۱۶ مه په هلسنکي کې د ټرمپ او پوتین د لیدنې په ورځ په پولیټیکو خپرونه کې په یوه تبصره کې له پوتین سره د ولسمشر ټرمپ لیدنه یو ښه اقدام بللی و او ویلي یې وو، روسیې ته به سفر وکړي، څو د روسیې له مشرانو سره پر شریکو ټکو بحث وکړي او د د تاوتریخوالي د بې ضرورته زیاتېدو مخه ونیسي.