ملګرو ملتونه د یمن د سولې د هڅو د بیا پیل لپاره د جګړې لوري ورغواړي

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د یمن د سولې د پروسې د هڅو د بیا پیل په هدف، د دغه هېواد د جګړې ټول لوري د سپټمبر په ۶ مه جینوا ته د خبرو اترو لپاره ورغواړي.

یمن چې د عربي نړۍ تر ټولو بېوزله هېواد دی، له تېرو څلور کلونو راهېسې د سعودي د ملاتړ لرونکي حکومت او د ایران د ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو ترمنځ د ویجاړوونکې کورنۍ جګړې شاهد دی.

دا جګړه چې ډېر کله ورته د ایران او سعودي ترمنځ د نیابتي جګړې په نظر کتل کېږي، تر اوسه پورې په کې تر لس زرو زیات کسان وژل شوي او اته میليونه وګړې یې له لوږې سره مخ کړي دي.

ملګرو ملتونو دا د نړۍ بدترین بشري ناورین بللی دی.

د ملکرو ملتونو ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس په نیویارک کې ددې سازمان د امنیت شورا ته ویلي، د خبرو اترو لپاره پر یوه چوکاټ د بحث کولو په هدف، مذاکرات له تېرو دوو کلونو راهېسې ځنډېدلې دي.

نوموړي د دې میاشتې په سر کې په جلا جلا توګه د یمني ولسمشر عبدالربه منصور هادي او د حوثي یاغیانو له مشر عبدالملک الحوثي سره کتلي.