د ملګرو ملتونو سرمنشي په زېمبابوې کې له انتخاباتو وروسته د پورته شوي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په مرکز هرارې کې پرون پر قهرجنو مظاهره چیانو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوی دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویترس د زمبابوې پر سیاسیونو او ولس غږ کړی دی چې له زغم نه کار واخلي او هر ډول تاوتریخوالی رد کړي.
په زېمبابوې کې تېره دوشنبه د ولسمشرۍ انتخابات وشول او پرون د دې هېواد اپوزېسیون د ډیموکراټیک بدلون ګوند تور پورې کړ چې په انتخاباتو درغلۍ شوي دي.
د ډیموراټیک بدلون ګوند پلویانو په مرکز هرارې کې مظاهرې پیل کړې او امنیتي ځواکونو د هغوی د خورولو لپاره ډزې کړي دي.