ترکیه وايي، د امریکا له خوا پر دوو ترکي وزیرانو د بندیزونو د لګولو پر وړاندې به عکس العمل څرګند کړي.
امریکا د چهارشنبې په ورځ وروسته تر هغې د ترکيې د کورنیو چارو او عدليې پر وزیرانو بندیزونه ولګول چې انقرې د نظر بند امریکايي پادري له خوشې کولو انکار وکړ.
۵۰ کلن اندریو برانسون چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ترکیه کې زنداني شو او له تېرې اوونۍ راهیسې په کور کې نظر بند دی.
پردې امریکايي پادري تور دی چې له هغو ډلو سره يې همکاري کړې ده چې په ترکیه کې يې دوه کاله وړاندې د پوځي کودتاه ناکامه هڅه وکړه.
د ترکيې د عدلي وزیر عبد الحمید ګل پر ځان د امریکا د بندیزونو په اړه ویلي چې دی په متحده ایالاتو او یا بل کوم هېواد کې یوه پیسه هم نه لري.
د ترکيې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د حکومت مخالف فتح الله ګولین ته په اشاره پر خپل ټویټر لیکلي دي:
"موږ په امریکا کې یو ملکیت لرو چې هلته يې پرینه ږدو او اخلو يې."
د ترکيې ولسمشر پیشنهاد کړی دی چې پادري اندیرو برانسن به په امریکا کې د مېشت فتح الله د سپارلو په بدل کې خوشې کړي.
امریکا د ولسمشر اردوغان دا پیشنهاد رد کړی دی.