په پلازمېنه کابل کې د لومړي ځل لپاره د باولېنګ انتخابي سیالۍ پیل شوې.
د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډيو ته وویل، دا سیالۍ د باولېنګ فدراسیون لهخوا جوړې شوي چې هدف يې د کابل د باولېنګ لوبډلې لپاره د ۶ غوره لوبډلو انتخاب دی.
دی وايي، دا سیالۍ د یوې ورځې لپاره دي چې پهکې ۳۲ لوبغاړي په اتو ګروپونو کې سیالۍ تر سره کوي.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې د تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې باولېنګ د مسلکي کېدو په طرف تللی او ډېر مینهوال یي پیدا کړي دي.
ښاغلی پیمان وايي، ټاکل شوې چې راتلونکي پنجشنبه په کابل کې د مېرمنو د باولېنګ سیالۍ هم تر سره شي.