اسرائیل: که باب المندب تنګی وتړل شي ایران به له نړیوال ائتلاف سره مخ شي

اسرائیلي چارواکو وروسته له هغه دا ګواښ کړی چې تېره اوونۍ د سعودي عربستان دوه تيل وړونکې بیړۍ په باب المندب تنګي کې وویشتل شوې.

د ایران سپاه پاسداران او د یمن په حوثي یاغیانو تړلیو رسنیو د دغو بیړیو له ویشتلو هرکلی کړی دی.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي:

"په ایران پورې تړلو عواملو د نړیوالې بېړۍ چلونې امنیت ته د خنډ د پېښولو په هڅه کې د سره سمندرګي په باب المندب تنګي کې یو وحشت جوړ کړ."

نتانیاهو چې د اسرائیلو د نویو سمندري ځواکونو په پوځي مراسمو کې برخه اخېستې وه، پرون چهارشنبه ایران ته ګواښ وکړ:

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

"که ایران د باب المندب تنګي د تړلو هڅه وکړي، زه ډاډه یم چې له نړیوال ائتلاف سره به مخ شي. هغه ائتلاف چې ایران به دې کار ته پرینه‎ږدي او اسرائیل به له خپل ټول ځواک سره د هغه یوه برخه وي."

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم څو ورځې دمخه ګواښ وکړچې که امریکا د ایران د تیلو د صادراتو مخه ونیسي هېڅ هېواد به د ایران له لاسه خپل تیل صادر نه‎شي کړای.

هغه د هُرمز تنګي د تړلو ګواښ وکړهغه څه چې د ایران د مشر ایت الله علي خامنه یي له پراخ هرکلي سره مخ شو.

د ایران دا ګواښونه وروسته له هغه وشول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې هېوادونه ته ګواښ کړی چې که له ایرانه د تیلو واردات بند نه‎کړي له جدي عواقبو سره مخ کېږي.

د ایران تردې دریځ وروسته «سي.اېن.اېن» رپوټ ورکړ چې لوړپوړو امریکايي چارواکو د اوبو د تنګیو د احتمالي تړلو د مقابلې لپاره د پوځي قوې د کارولو مسئله څېړلې ده.

«سي.اېن.اېن»دا هم ویلي چې د امریکا دفاع وزارت په دغو څېړنو کې د یوه پوځي ائتلاف په رامنځته کېدو بحثونه کړي چې په سیمه کې د امریکا له متحدینو له هغې ډلې سعودي عربستان سره په ګډه د پوځي عملیاتو اجرا کول یې یوه دنده بلل شوې ده.

باب المندب د یمن په جنوب کې پروت دی او د اسرائیلي رسنیو د راپور په حواله د حوثي یاغیانو له ګواښ سره مخ دی.

دغو رسنیو ویلي د سعودي عربستان په بیړیو د تېرې اوونۍ برید هم ښايي حوثي یاغیانو له خپلو ایراني ملاتړیو سره په ګډه د بې سورلۍ او چټکو بیړیو په واسطه د راکټونو په توغولو کړی وي.

باب المندب تنګی چې ۲۸ کیلومتره پراخ دی د ورځې څلور میلیون او اته لکه بیرله تېل پرې تيریږي او اوس له ګواښ سره مخ دی او د دغو ګواښونو په لومړیو عواقبو کې سعودي عربستان له دې تنګي د تیلو انتقال بند کړي دي.

صفي الله ستانکزی