په ایران کې د دوهمې شپې لپاره هم د خلکو مظاهرو دوام وکړ

د ایران مرکز تهران ته نېږدې د دوهمې شپې لپاره هم د خلکو مظاهرو دوام وکړ.

دا اعتراضونه په ایران کې د مخ په زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو په عکس العمل کې پیل شوي دي.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شوو وډیوګانو کې ښکاره کېږي چې د تهران په کرج ولسوالۍ کې خلک سړکونو ته راوتلي دي او د اخوندانو د نظام د لېرې کېدو شعارونه ورکوي.

دغه راز په یوې بله وډیو کې خلکو مرګ پر دیکتاتور شعار ورکوي چې په ظاهره يې اشاره مذهبي مشر ایت الله علي خامنيه اي ته ده.

تر دې مخکې هم په تهران او یو شمېر نورو ښارونو کې سلګونو کسانو د ورستیو اقتصادی ستونزو له امله مظاهرې کړي دي.