دفاع وزارت: داعش نور د افغانستان شمالي ولایتونو ته ستر ګواښ نه دی

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په جوزجان ولایت کې د داعش په ځپل کېدو سره دا ډله نور د افغانستان شمالي ولایتونو ته ستر ګواښ نه‎دی او دغه پرمختګ افغان امنیتي ځواکونو ته د دې امکان برابروي چې د داعش او نورو د دولت ضد مخالفو ډلو په وړاندې په نورو ولایتونو ډېر تمرکز وکړي.

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل:

"فکر کوم چې داعش نور په شمال کې داسې ډلې نه‎لري چې هغه دې په سیمه کې د حکومت او خلکو لپاره ګواښ وي. په‎دې اساس اوس موږ خپل ډېر ځواکونه په ننګرهار کونړ او نورستان او نورو هغو سیمو متمرکز وو چې یو شمېر ترهګرې ډلې په‎کې حکومت او خلک له ګواښ سره مخامخ کوي."

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش اصلي مرکز وسله‎والو طالبانو د پراخو حملو او نښتو په نتیجه کې له‎منځه یووړ او د دې ډلې په سلګونو کسان طالبانو او حکومت ته تسلیم شول.

د جوزجان امنیتي چارواکي وایي، د داعش تسلیم شوي قوماندانان او غړي یې د ترسره کړو جنایتونو په‎خاطر عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي.