د ایران د پارلمان غړو ولسمشر حسن روحاني ته یو میاشت وخت ورکړ چې د اقتصادي ستونزو د پراخېدو په اړه د خلکو د مخ پر زیاتیدونکو نارضایتونو د ځوابولو لپاره پارلمان ته حاضر شي.
ایسنا نیمه دولتي خبري اژانس پرون چهارشنبې وویل، د پارلمان غړي له روحاني غواړي چې د ورو اقتصادي ودې، د بې کارۍ د زیاتوالي او د ایران د پولي واحد د بې سابقه ټیټوالي په اړه د دوی پوښتنې ځواب کړي.
په تېره مې میاشت کې له ایران سره له اټمي موافقې د امریکا د وتلو او پر تهران د بندیزونو تر بیا لګېدو وروسته پر ولسمشر حسن روحاني داخلي فشارونه زیات شوي دي.