د ۱۳۹۷ کال د کانکور په ازموینه کې د ۱۵۰ زره څخه د ډېرو ګډونوالو له ډلې شااوخوا ۶۰ زره کسان د لوړو زدهکړو دولتي مؤسسو ته بریالي شوي دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزیر د ۱۳۹۷ لمریز کال د کانکور ازموینې د نتیجو د اعلان پر مهال وویل چې د ۱۵۸۵۸۹ ګډونوالو څخه ۶۰۰۵۱ تنه توانېدلي چې د لوړو زدهکړو دولتي مؤسسو ته لار پیدا کړي چې ۳۱،۵ سلنهيې نجونې جوړوي.
نجیبالله خواجه عمري وايي، د ټولو ګډونوالو له ډلې څخهيې ۱۲۴۸۹ کسانو نیمه دولتي مؤسساتو ته هم لار پیدا کړې او ۶۶۸۰۳ نور بیا د لوړو زدهکړو په خصوصي مؤسسو کې د زدهکړو واجد ګڼل شوي دي.
ښاغلی عمري وايي، په دغه ازموینه کې ۱۹۲۳۷ تنه نور بېنتیجې پاتې شوي دي.
نوموړي د لومړي نمبر څخه تر پنځم نمبر پورې بریالي شویو کسانو ته د زیري په ډول وویل چې دا زدهکوونکي به د لوړو زدهکړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولېږي.
عمري: په دغه ازموینه کې ۱۹۲۳۷ تنه بې نتیجې پاتې شوي
نوموړي زیاته کړه:
"په دغه ازموینه کې ټیټه نمره د لوړو زدهکړو مؤسساتو ته ۱۵۰ او نیمه لوړو زدهکړو ته ۱۴۰ نمرې وې، ټولو بریالیو کسانو ته مبارکي وړاندې کوم، د لوړو زدهکړو وزارت د دغې بهیر مخکښان له لومړي نمبر څخه نیولې تر پنځم نمبر پورې افغانستان ته ورکوونکي لومړنیو بورسونو ته ورپېژني."
د لوړو زدهکړو وزیر وویل، د کابل ولایت د افغان ترک ښوونځي څخه فارغه د عبدالصبور لور تهمینه د ۳۵۳ نمرو په اخیستلو سره د کانکور د ازموینې اول نمره راغلې او د کابل طبي پوهنتون ته بریالۍ شوې ده.
په همدې ډول د هرات ولایت اوسېدونکی عماد الدین د عبدالقاهر زوی د ۳۴۸،۲۶۹ نمرو په اخیستلو سره دوهم، د بامیانو ولایت اوسېدونکی مختار د خادم زوی د ۳۴۸،۲ نمرو په اخیستلو سره درېیم، د هرات بل اوسېدونکی محمد هادي د دوست محمد زوی د ۳۴۸ نمرو په اخیستلو سره څلورم او له بامیانو څخه صفدر د محمد نعیم زوی د ۳۴۶ نمرو په اخیستلو سره پنځم نمبر راغلي دي.
د سږني کانکور ازموینه د حمل میاشتې د پنځمې نېټې څخه پیل او د اسد د میاشتې په څلورمه نېټه پای ته رسېدلې وه.
د لوړو زدهکړو وزارت د چارواکو په وینا دا ازموینه د ټول افغانستان څخه په ۳۸ حوزو کې اخیستل شوې ده.
د لوړو زدهکړو وزیر وايي چې په دغه بهیر کې د قانون خلاف ۵۰ سرغړونې هم ثبت شوي چې ورته رسېدنه شوې ده.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت د ازموینو بهیر شفاف ګڼي وايي، د تېر کالونو په پرتله کمې سرغړونې شوې دي.
له دې سره د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زدهکړو د کمېسیون ځیني غړي د ۱۳۹۷ کال د کانکو ازموینه نسبتاً شفافه ګڼي، خو پوهنتونونو ته په کم جذب انتقاد لري.
عبدالقادر قلاتوال
د دغه کمېسیون غړي عبدالقادر قلاتوال ازادي راډيو ته وویل:
"د شفافیت په اړه باید ووایم چې تر یوې کچې د قناعت وړ دی، خو هغه شی چې ځوانانو او موږ ته د قناعت وړ نهدی په خصوصي پوهنتونونو کې جذب دی، په کار ده چې په دولتي پوهنتونونو کې جذب لوړ او کیفیت تهيې هم کار وشي."
ښاغلی قلاتوال وايي، ډېر خصوصي پوهنتونونه سم کیفیت نهلري او باید د لوړو زدهکړو وزارت د پوهنتونونو د کیفیت لوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړی حکومت ته وړاندیز کوي چې په پوهنتونونو کې د کیفیت او جذب د لوړولو تر څنګ د پوهنتونونو څخه فارغینو ته د کار پر لازمو زمینو پیدا کولو هم کار وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ