د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسواليو یو شمېر ځوانان وايي، که دولت غواړي چې د جګړې ګراف راټیټ کړي، نو ځوانانو ته دې د کار کولو زمینه برابره کړي.
دوی وايي چې اوسمهال په ارزګان ولایت کې شااوخوا ۷۰ سلنه ځوانان بېکاره دي چې زیات شمېر ځوانانو نشو ته مخ کړې او یا هم د دولت ضد وسلهوالو لیکو ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن چهارشنبه په دغه ولایت کې ۲۵۰ کسانو ته د حرفوي زدهکړو مرکز پرانیستل شو چې له ډلې یې ۱۰۰ مېرمنې دي او په ۱۰ بېلابېلو برخو کې به زدهکړې وکړي.
ارزګان ولایت یو د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چې شااوخوا ۹۰ سلنه خلکیې نالوستي دي او شااوخوا ۸۰ سلنه خلکيې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د شرافت راپور