د نیوزیلاند کرکټ لوبډلې پاکستان ته له ورتګه انکار وکړ

د نیوزیلاند کرکټ لوبډلې پاکستان ته له ورتګه انکار وکړ.

د پاکستان او نیوزیلاند کرکټ لوبډلې د راروانې اکټوبر په میاشت کې د ټېسټ، یو ورځنۍ او ۲۰ اوریزه سیالیو په ترسره کولو هوکړې ته رسېدلي و، خو د نیوزیلاند کرکټ بورډ د پاکستان هغه وړاندیز رد کړی چې ۲۰ اوریزې سیالۍ دې په پاکستان کې ترسره شي.

د نیوزیلاند د کرکټ بورډ رئیس ګرېګ بارکلي ویلي، امنیتي بنسټونو ورته ویلي چې د امنیتي ستونزو له کبله دا وخت د پاکستان دوره مناسبه نه‌ده.

له دې انکار وروسته ټاکل شوې چې د نیوزیلاند او پاکستان ترمنځ درې ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې سیالۍ د پاکستان په کوربه‌توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې چې په پاکستان کې په سریلانکايي کرکټ لوبډلې ترورېستي برید وشو، نړیوالې لوبډلو په پرله‌پسې توګه دې هېواد ته له تلو نه انکار کړی دی.