د کونړ چارواکي: بې‌پیلوټه الوتکې ۲ داعش وسله‌وال وژلي

د کونړ چارواکي وایي، تېره ورځ ناوخته د نړیوالو ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې دوه داعش وسله‌وال وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا برید د وټه‌پور ولسوالۍ په ګمبیر غرنۍ سیمه کې شوی دی.

داعش وسله‌والو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

بل‌خوا د همدې ولایت د ناړۍ، غازي‌اباد او اسمار ولسوالیو ترمنځ لویه لاره چې له دوو ورځو راهیسې طالبانو بنده کړې وه، د پرانیستلو هڅې یې پیل شوې دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، طالبانو د غره په ډبرو دغه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې وه.

د چارواکو په خبره افغان ځواکونو له سړکه ډبرې لیرې کړي او اوس د ځای پر ځای شویو ماینونو په شنډولو کار کوي.

دوی ژمنه کړې چې د نن ورځې په اوږدو کې به دغه لاره چې د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسوالۍ هم سره نښلوي، پرانیستل شي.