تاجکستان: د بایسکل ځغلوونکو په وژنه کې د رنسانس ګوند لاس دی

د تاجکستان حکومت د تاجکستان د اسلامي رنسانس ګوند چې پر فعالیت‌یې په هغه هېواد کې بندیز لګول شوی، تورن کړ چې د څلورو بهرنیو بایسکل ځغلوونکو سېلانیانو د وژنې په پېښه کې لاس لري.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې د حمله کوونکو مشري د دغه ګوند یوه فعال غړي کوله او زیاتوي چې دغه اعترافات د دغې حملې مشکوک توقیف شوي کس کړي دي.

دغه وزارت د حمله کوونکو د ډلې مشر د حسین عبدالصمدوف په نوم یو ۳۳ کلن کس یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه ته په ایران کې روزنه ورکول شوې ده.

دوه امریکايي، یو هالندی او یو سویسی بایسکل ځغلوونکی د تېرې یکشنبې په ورځ د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په جنوب شااوخوا ۱۵۰ کېلو متره لیرې د دنغره په سیمه کې وروسته له هغې چې په موټر ووهل شول، لږترلږه د یوه حمله کوونکي له‌خوا په ډزو او د چړې په ګوزارونو ووژل شول.

په دغه حمله کې د یوه فرانسوي سېلاني په ګډون، درې تنه ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش پورې تړلې د اعماق وېب‌پاڼې نن یوه وېډیو خپره کړې چې په هغې کې پنځه تنه ښیي او وایي چې دغه حمله دوی ترسره کړې ده.